د ثورد د اوومې او اتمې ناورین د کلیزې په مناسبت

سریزه:

په دا ټکی ډیری افغانان اتفاق نظر لری چی د ثور د اوومی نیټی خونړۍ کودتا او دخلک دموکراتیک ګونډ د مشرانو لخواپلي شوي غیر عملی اوتحمیلی پلانونه او دغیرحزبی خلکوبی ساری او سیستماتیک فزیکی تصفیه د افغانستان دسیاسي بې ثباتۍ ، کړکیچ ، تاوتریخوالي ،  د روسیې نظامي یرغل ، د افغانستان په ختیځ او لویدیز ګاوندی هیوادونو کې د بهرني حکومتونو لخوا د هغوی د استراتیژیکو اهدافو پر بنسټ  د تنظیمونو جوړیدل، د طالبانو د پروژې پلي کیدل، ګران هیواد د لسګونو بهرنیو هیوادونود عسکرو د جنگ په ٔډگربدلیدل، او د وطن د اوسني کړکیچن حالاتواساسی لامل او سرچینه ده. په بل عبارت زمونږ داوسنئ بشری بحران ریښي، د ۷ ثور خونړی کودتا ته رسیږی.  لیکن د ګوتو په شمار دخلکی-پرچمی دوری پاتی شوی سپین ږیری لا تر اوسه پوری هم د هماغه تباه کوونکی منحله ګوند پلویان دي. د مٍثال په ټوګه نن د جلاد حفیظ الله امین د کابینی پخوانی  وزیر عبدالرشید آرین د تره کی موزیم په کابل کی پرانیست. دا موزیم کی یواځی د خلک اوپرچم دمشرانو عکسونه لګول شوی دي. ددغه ګونډونو دجنایتونو عکسونه، د ډله ایزقبرونو عکسونه، د لادرک شوی سیاسی بندیانو لیستونه، د ملیونونو  مهاجرینو  دکلاوونو عکسونه په دغه موزیم کی لیدل کیږی نه. آرین او دده د ملگرو هدف به  بل وی، خو زمونږ په نظر دا موزیم یوه ګته لری. کله چی د راتلونکی نسلونودښوونخی زده کوونکي د افغانستان د بی پایه جنگونه او د روسییی او امریکا د نظامی مداخلی د اصلی مسئولینو په هکله پوښتنه وکی، د دوی ښوونکي کولی شی خپل زده کوونکي دتره کی موزیم ته بیایی تر څو دوی د خپل هیواد د تباهی د اصلی عاملینو عکسونه پکښی وگوری.

کله چی دوستم د نجیب د فرار مانع شو او دده رژیم ړنګ شو، دخلکو هیله دا وه چی په اصطلاح اسلامی تنظیمونو  پرهغه زخمونو باندی مرحم کیږدی چی د هفت ثوری رژیم په ۱۴ کلنه توره دوره دزخمی ملت پرجسم او روح باندی لګول شوی وه. خو له بده مرغه، دا هیله هان د ۱۳۷۱ کال د ثور اتمی نه دوه ورځی دمخه د واکمنی پرسر د تنظیمونو د داخلی جګړی د پیل سره د نا امیدی په څپو کی ورک شو.

د ثور د اتمی واکمنان د واک ترلاسه کولو وروسته دا ثابته کړه چې دوی د روسانو او د هغوی د لاس پوڅي حکومت څخه په میراث پاتې شوي وضعیت نه شي سمبالولی ، بلکې وضعیت یې لا زیات خرابه کړل. د خادیست نجیب الله دیکتاتوررژیم، خپل ځای بی بند وباره تنظیمی ملیشو ډلوته پریښود.  په تنظیمی پلاو کی ملیشیو لخوا دخلکوټولو بشري حقونو ، آزادیو، انسانی کرامت او شخصی ملکیت نه سرغړونې یوه معمولی پیښه بلل کیده. د حفیظ الله امین لخوا رامینځته شوی او د نجیب الله لخوا پراخه شوی د قومونو ترمنځ نفاق اچونه، د تنظیم سالاری په دوره کی خپل اوج ته و رسیده. د ۱۹۹۲نه تر۱۹۹۵ کلونو په اوږدو کې د افغانانو د کړاونو، د تنظیمی جګړی په ترڅ کی د جنګی جنایتونو د ارتکاب او د نظم او قانون د نشتون د عواقبویو لړ پیښي د عفوی نړیوال سازمان لخوا په ۱۹۹۵  کال کې په «افغانستان ، د بشرد حقوقودفاجعی په خاطر نړیواله ذمه واری» رساله کې انعکاس ورکړشوی دي.

د نړیوال منل شوی معیارونو پر بنسټ، کله چی په یو هیواد کی جنگی حالت وی، ښایی په جگړه کی ښکیل ډلی او حکومت خپل کړني د ژنیو د ۱۹۴۸ بشردوستانه کنوانسیونونو د اصولو سره سم عیار کړی. د نوموړی کنوانسیونو نه، چی افغانستان یی غړیټوب لری، هره سرغړونه  جنگی جرم بلل کیږی. د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵کال ترمینځ په جګړه کی ښکیل تنظیمونه او د جنرال دوستم ملیاسلامی ګونډ د نوموړی کنوانسیونونو نه په پراخه اندازه سرغړوني کړی دي چی د مثال په ټوګه څو نمونی یی د نړیوالی عفوی د ټولنی د نوموړی کتاب نه په لاندی کرښو کی نقل قول کیږی:

په ملکی خلکو باندی نظامی حملی

«د ۱۹۹۳ کال په یوه ورځ چی د نوموړی کال د نورو ورځو سره توپیر نه درلود، ګن شمیر خلکو په کابل کی د سرویس انتظار کاوه. څو شیبی پس، کوم وقت چی دالوتکی نه بمونه د سرویس تم ځای په شا او خواکی پریوځی، د خلکو د تن غړي یو له بله جلا کیږی، د انسانانو مړي هری خواته غورځیږی، د یوه سړی سر له تن څخه بیل شو، د څو شیبی په ترڅ کی ۸۰ کسه مړه یا تپیان کیږی. دنړی په اکثره ښارونو کی دا ډول خونړی ورځی د ملی ماتم په ټوګه اعلانیږی. په افغانستان کی دا ډول غمیزی په ورځنی واقعیتونو بدل شوی دي. دیوه گزارش پر بنسټ د سرویس د تم ځای سیمه او شا و خوا یی یواځی پدی نوم چی ویل کیده د هغی سیمی خلک د رقیبی ډلی پلویتوب کړي، حملی لاندی راغلل. شاهدانو ددی پیښی په برخه کی د سیمی د مسولینو د غیرګون په هکله وویل: د پیښی نه وروسته په عاجل ډول د تنظیمونو وسله وال ساتونکی چی سیمه یی په واک کی درلوده صحنی ته ننوتل او د مړو په لټونواو تالاشی یی پیل وکړ، ټولی پیسي او قیمتی شیان یی ځان سره یوړل.» (پاڼه ۳۹).

-«ټول هغه خلک چی په تیرو دری کلونو کی استوګنخای یی د توپخانی سره د قصدی حملی په نتیجه کی له مینخه تللی، لسګونه زرو ته رسیږی… نړیواله عفوه پدی هکله سخت اندیښمن دی. ټولی ډلي غواړي پر استوګنځایونو باندی بریدونه په دی دلیل توجیه کړی چی ددی ځای اوسیدونکي دیوی رقیبی ډلی ملاتړ کوونکي دي. د دی ډول وژنو گزارش د هیواد له بیلابیلو سیمو څخه را رسیدلی دی، چي د دغه وژني زیاته برخه چه شمیر یی ۲۵۰۰۰ نه زیات دی، کابل کی وژل شوي دي » (باڼه ۳۹، ۴۰)

-«په کال ۱۹۹۴ کی د درندی وسلی په ګټه اخیستنی سره، د کابل د غیرپوځیانو وژنی شمیرورځ په ورځ په زیاتیدو شو. ددغه کال په اگست کی د کابل دری روغتونونه تر برید لاندی راغلل چی دیرش څخه زیات ناروغان پکښی ووژل شول او طبی و سایل چی د ملگرو ملتونو د ماشومانو د صندوق (یونیسف) لخوا تهیه شوی وه هم له مینځه لاړل. د یو اټکل له مخی د سپتمبر ۱۲ نه تر اکتوبر ۱۲ پوری ۸۰۰ کسان ووژل شوی او ۱۷۰۰۰ تنو څخه زیات کسان تپیان شول. زیاتره قربانیان بی وسلی ښخي او ماشومان وه. له ۲۱ نه تر۲۴ اکتوبر پوری کلیوالو سیمو باندی د بمباریوپه اثر، داسی حال کی چی هلته هیڅ ډول پوځی فعالیتونه هم نه وو، ۹۵ تنه وژل شوی او ۲۹۰ تنه تپیان شول. د توپ او هاوان د ویشتلو له امله د کابل پوهنتون په شاوخوا کی او په همدی میاشت کی دهمزنگ او په اصطلاح د تلویزیون غره په سیمه کی کم تر کمه ۴۵ تنه په قتل رسیدلی او ۱۵۰ تنه تپیان شوی دي. عینی شاهدانو گزارش ورکړی چی د بمونوڅخه یو په هغه ښونځی کی چی بی کوره شووخلکوپکښی پناه اخیستی وه راپریوت چی لس تنه یی مړ کړل». (پاڼه ۴۰)

« دکال ۱۹۹۵په مارچ کی د جمهور رئیس ربانی پلوی ځواکونه درنه حملی چی پکښی د جنگی الوتکو څخه هم ګټه اخیستل کیده د کارته سه، شیعه میشته سیمی پرضد سر ته ورسوله. دا په ښکاره د هغی راکتی حملی ځواب وو چی ګواکی په کابل باندی د وحدت گوند او د طالبانو له خوا سر ته رسیدلی وه. حال دا چی د وحدت گوند دفاعی کرښی ماتی شوی وی او مورچلونه یی تش وه. او د ورکړ شوی گزارشونو له مخی هیڅ ډول پوځی مقاومت موجوده نه وو. سره له دی، پوځی قوتونه په بی دفاع خلکو باندی گزارونه وکړ. دگزارش له مخی د جمهور رئیس ربانی عسکرانود مارچ په ۱۲د کارته سه په ټولوبرخو کی غوغا جوړه کړه. کورنی یی لوټ کړل، بی وسلی خلک یی وهلو ټکولو لاندی ونیول، او مړه یی کړل او په ښخو باندی تیری وکړ». (پاڼه ۴۱)

-«د ۱۹۹۲ په اپریل کی د جمهوررئیس نجیب الله د حکومت د ړنګیدو نه وروسته پوځی وسایل، وسلی او مهماتو په ګډون چی د افغانستان د پوځ په لاس کی وه، په جګړه بوختو ډلو په لاس کی ولویده. ددی وسلو ډیره زیاته اندازه د شورای نظار تر کنترول لاندی راغلی، خوبل ډیر شمیر یی، اسلامی ګوند (حکمتیار)، دجنرال دوستم ملی-اسلامی غورځنګ او د وحدت گونډ لاس ته لاړو…د ۱۹۹۲ په اپریل کی نظامی هوایی ډگرونه په بگرام، کابل، شیندند، کندهار، جلال آباد، فیض آباد  او کندز کی فعاله وه. د کندهار او جلال آباد هوائی ډگرونو نه پرته، نور ټول ډګرونه د شورای نظار او جمعیت اسلامی تر کنترول لاندی راغلل. په سلګونه جنګی جتونه، توپ لرونکی هلیکوپتری، او نور پوځی الوتکی چی د شورویانو څخه په دی اوه هوایی مرکزونوکی پاتی شوی وو، … ورڅخه د ۱۹۹۲ د اپریل نه را پدیخواه په کابل او د هیواد په نورو سیمو کی خلکو په استوگنځایونو باندی د یرغل دپاره خلکو ته د جزا ورکولو په خاطر په کار وړل شوی دي». (پاڼه ۴۵،۴۶)

– «د امریکا متحده ایالات د متقابلی استراتیژی په لمړی کرښی که ولاړ او مجاهدینوجنگیالی به یی په درندو وسلو چمتو کول … د ۱۹۸۷ تر آخره پوری دهغه وسلو مجموعه چی امریکا لخوا برابره او یا ورکړ شوی وه ، ۶۵۰۰۰ تُن ته رسیدله. چین هم درنی وسلی لیږدولی، پداسی حال کی چی سعودی عربستان د وسلی اخیستل تمویلول. په دغو وسلو کی هم غیر رهبری شوی راکتونه په زیاته اندازه د مجاهدینو په واک کی پریښودل شو. د مهماتودیرو غټو ذخیرو څخه یوه لویه زیرمه په شنه نړی، کندهار ته نږدی په سرحدی سیمه کی د ISI په واسطه جوړه شوی ده او تر ۱۹۹۲ کال پوری ۶۰۰ کارکونکي درلوده. دا زیرمه د ۱۹۹۲ نه وروسته د جمعیت اسلامی، حزب اسلامی  او طالبانو تر مینخ څو وار لاس په لاس شو. د هغه راکتونونه چی د کابل او نورو سیمو استوگنځایونه ورسره وهل کیده، یوه برخه ددغسی زیرمو نه او پاتی یی د شوروی ساخت راکت اچوونکی وسایطو نه چه دنجیب الله د حکومت نه پاته شوی وه ګټه اخیستل کیده.» (پاڼه ۳۵، ۳۶ )

-«ستوگنځایونو باندی د خوشه ای (کلستر)  بمونو استعمال د اکثرو رقیبو ډلو گډه مشخصه ده. یوه عینی شاهد د هغه غچ اخیستونکی یرغل په برخه کی چی د اسماعیل خان ځواکونو لخوا د ۱۹۹۵ کال د می په لومړیو په فراه کی سرته ورسیده نړیوالی عفوی ته وویل: ((هغوی زیات شمیر خوشه ای بمونه وغورځول چی دهغه په واسطه ۲۲۰ تر ۲۵۰ تنو پوری په قتل ورسیدل. اکثر وژل شوی کسان عادی خلک وو چی د هیڅ یو لوری پلویان نه وه. مگر د اسماعیل خان میگ ۲۱، میگ ۲۳، سو ۱۷ او سو ۱۸ الوتکی د استوګنځیوپر ضد په کار واچول شوی.)) » (پاڼه ۴۱)

(عکس په پاڼه ۳۵)

سیاسی قتلونه:

«په ۱۹۹۳کال، پیښور کی ولی خان کروخیل چی دسولی د پروسی سخت دریزه حمایت کوونکی وو، په پاکستان کی د ترور کیدونه دوه ورځی مخکی په افغانستان کی د ګاوندیانود مداخلی په باره کی ویناوی کړی وی… میرویس جلیل خبریال چی BBC World Services ته کار کاوه د ۱۹۹۴ د جولای په ۲۹ نیټه په هغه سیمه کی چی ویل کیده د (حکمتیار) اسلامی ګوند واک لانده ده، تښتول شوی او ووژل شو. مصطفی وزیری چی عکاس په حیٍث په یوه اونیزه مجلی که کار کاوه، د ۱۹۹۱ په مارچ ، کله چی خوست دیوی تنظیمی ډلی لخوا، د څو عینی شاهدانو په وړاندی ونیول شو او تر اوسه د هغه څخه  هیڅ اطلاع په لاس نشته». (ص ۵۸، ۵۹)

«جمعیت الله جلال، په پیښور کی د افغانستان د ملی وحدت او تفاهم شورا جنرل سکرتر او یو نومیالی افغانی روشنفکرچی داخلی جګړو سوله ایزی لاری بیداکولوپه خاطر کار کاوه، په نا څاپی ټوګه، د ۱۹۹۵ د فبروری په ۱۸  نیټه پیښور کی په ناڅاپی او مرموز ډول لادرک شو. غلام فاروق غرزی مخکی د کابل پوهنتون استا‌ذ، د ۱۹۹۴ د جون په دریمه د کابل جلال آباد لاری د کچ عزیز خان په سیمه کی د اسلامی ګوند (حکمتیار) د اطلاعاتو مامورینو لخوا ودرول شو. هغه ته وویل شو چی د موټر نه کوز شی. او له هغه وخته راهیسی يی لیدل شوی ندی. هغه مخکی د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۷ تر مینځ د روسانو د پلوی حکومت لخوا بندی شوی وه.» (پاڼه ۶۴)

تنظیمی زندانونه:

« د۱۹۹۲اپریل نه راپدیخواه په زرگونو کسان تنظیمی گروپونو لخوا په پټه نیول شوی او بندیان شوی دي. په زرگونه کسان چی مخکی کلونو کی ددغه گروپونو لخواتښتول شوی تر اوسه پوری تری تم دي. دا چی په دقیقه ټوگه څو زره کسان پدی شمیر کی ندی راغلی شاید هیڅ وخت ښکاره نشی. ځکه دهغو کورنی ډیره ویریږی او خبرو کولو ته نه حاضریږی. تقریباً ټولی پټی بندونی سیاسی وجه لری. زیادتره قربانیان د وسله والو تنظیمی ډلو لخوا پدی خاطر تښتول شوی چی ګمان یی کاوه دوی مقابل کی انتقادی دریځ لری، د یوی دښمنی خوا پلوی کوی او یا په ساده ټوګه د یوه قومی گروپ سره اړیکی لری چی هغه د دښمنی ډلی متحد دی. تیر ژمی(۱۹۹۴ په لمړیو) په خوست کی یو زیات شمیر د ملحدانو په نامه بندیان شول. خود قبیلی خلک پاڅیدل  او اعلان یی وکړ چی دا کسان ددوی د قبیلی غړیتوب کی منل شوی دی نو ددی کبله ددوی اسارت به دجګړی پیل وی. جهادی گروپونه هغوی یی خوشی کړل». (پانه ۵۷)

«ځینی قربانیان د سیمی لاس په لاس گرځیدو په بهیر کی پیداشوی دی. ویل کیږی د وحدت ګونډ پوری اړوند یو زندان د ۱۹۹۵ کال په مارچ داسی وخت کی فتح شو چی دولت ځواکونو هغه موضع گانی چی د کابل په لویدیځ کارته سه کی د وحدت ګوند په لاس کی وی، ونیولی. دڅرګنونو په مطابق ۱۵۰۰ زندانیان چی ۱۵۰ پکښی ښځی وی آزادشول. په دی ډول د پټو اسیرانو لوی اکثریت تر اوسه پوری ورک پاتی دی.» (پاڼه ۵۷)

د شمشتو زندان چی په ظاهر کی د (حکمتیار) اسلامی ګوند د وسلو زیرمه وه، د وسله والو ساتونکو لخوا یی ساتنه کیده. په دا زندان کی د۱۹۹۲ نه دمخه او وروسته دیر شمیر بندیان ساتل کیدل. یوه شاهد چی د عبداشکور په نامه د یوه زندانی ورور وه بین المللی عفوی ته وویل چی عبدالشکور، د حقوقود پوهنځی فارغ اودده د کورنی ۵۰ کسان چی د جهاد په پلمه د اسلامی ګونډ لخوا نیول شوی وه په همدی زندان کی بندیان وو. د پخوانی زندانیانو د څرګندونو په اساس په شمشتو زندان کی د اسلامی گونډ مامورین د نوی بندیانو څخه پلټنی کولی او د ساټونکو لخوا په سوک او لغته وهلو ټکولو لاندی نیول کیده. یو له هغو څخه نړیوال عفوی ته وویل: ((هغو له لرگیو او اوسپنی میلو څخه کار اخیست. زمونږ ویشته یی وچ خریل او زمونږ د ږیرو ویشان یی ایستل)). (ص ۵۸، ۵۹)

جنسی تیری او وهل ټکول:

–       «په ټول افغانستان کی، نن سبا ښځی او نجونی تل په ویره کی دي څو د وسله والو یادو ډلو د تیری لاندی رانشی. یوه پنخلس کلنه جلی چهلستون کی د وسلوالو کسانوله خوا پر له پسی تیری لاندی راغله. هغی نړیوال عفوی ته وویل: ((هغوی زما پلارزما مخکی وواژه. هغه یو دوکاندار وو. د شپی ۹ بجی وی، هغوی زمونږ کور ته ننوتل او زما پلار ته یی وویل دستور لری هغه ووژنی ځکه چی ماته یی اجازه راکړی ښوونځی ته ولاړشم. مجاهدینو زه ښوونخی ته له تلو څخه مخکی هم منع کړی وم. نشم کولای هغه څه ووایم جی زما د پلار له  وژلو وروسته یی په ما وکړه…)). یوه بله ښځه چی د ۱۹۹۴ کال په پیل په شهرارا سیمی کی یی ژوند کاوه وویل:  ((میړه می د بمباریو په یوی حملی کی ووژل شو. یوه ورځ می خپل ماشومان پریښود او د ډوډی راولو دپاره بهر ته لاړم، دوه کسه وسله وال مجاهدینو له خوا په سړک کی ونیول شوم او یوه کور ته چی ددوی پایگاه وه بیول شوم. هلته ۲۲ کسان دری ورځی پرله پسی پرما تیری وکړل. او وروسته بیا اجازه راکړه چی لاړشم. کله چی خپل کور ته لاړم، اولادونه می د ډیری یخنی له کبله مړه شوی وه.)) هغی اوس خپل اعصاب له لاسه ورکړی او په پیښور کی اوسیږی. (پاڼه ۶۸، ۶۹)

يوه بله ښخه نړیوال عفوی ته وویل: ((لمړی د چهلستون له غرونو څخه د اسلامی ګوند ځواکونو زمونږ بر استوکنخایونو د راکت په توغولو پیل وکړ، وروسته له هغی د جنرال دوستم ځواکونو سیمی ته راغلل. هغوی گلم جم نومیدل. هغوی د پښتنو پسی گرځیدل. مونږپښتانه نه و نو زمونږ ژوند وژغورل شو. بله ورځ د اسلامی ګوند وسله وال کسان راننوتل. هغوی ډیر ظلمونه او نارواوی وکړی. د بیلگی په ډول، زمونږد کوڅی پر ځینی ځوانو ښځو یی تیری وکړ. یوه ځوانه ښخه یی له ځانه سره یوړه چی وروسته له څو ورځو یی لاش دسیمی په یو ځای کی ومونډل شو.)) (ياڼه ۶۹)

دا وه د تنظیمی دوری د کړنو څو مثالونه. دا اعمال چی د جنگ په وخت کی، په جنگ کی د ښکیل ځواکونو له خوا ترسره شوی دي، دملی او بین المللی قوانینو په اساس جنگی جنایت بلل کیږی. خو ددغه جنایتونه عاملین تر اوسه پوری د معافیت د کلتور د حاکمیت له امله آزاد گرځی او ځان د افغانستان د سیاست، اقتصاد او حتی د سولی مالک بولی. لازمه ده ددغه جنایاتو قربانیانو ته د عدالت د تأمین دپاره په ملی او بین المللی کچه دوامداری هڅی وشی. د معافیت کلتور د له مینځه وړلو د پاره د قربانیانو یو موټی هڅی ته سترگی په لاره یو.  

«په اروپا کی د میشته افغانانو د ټولنو د فدراسیون د بشری حقونو کمیته»

سرآغاز فاجعه به مناسبت ۷ و ۸ ثور

سرآغاز فاجعه

به مناسبت ۷ و ۸ ثور


  از آن جا که شناسایی حیثیت ذاتی کلیه اعضای خانواده ی بشری و حقوق یک سان و انتقال نا پذیر آنها اساس آزادی، عدالت  و صلح را در جهان تشکیل می دهد. از آن جا که عدم شناسایی و تحقیر حقوق بشر منتهی به اعمال و وحشیانه گردیده است که روح بشریت را به عصیان واداشته و ظهور دنیای که افراد  بشر در بیان عقیده ی خود ، آزاد و از ترس و فقر فارغ باشند، به عنوان بالا ترین آمال بشر اعلام شده است. از آن جا که اساسا حقوق انسانی را را باید با اجرای قانون حمایت کرد؛ تا بشر به عنوان آخرین علاج به قیام بر ضد ظلم و فشار مجبور نگردد.     اساسی‌ترین و ابتدایی ترین  حقوقی است که هر فرد به طور ذاتی، فطری و به صرف انسان بودن از آن بهره‌مند می‌شود. این تعریف ساده عواقب و بازتاب اجتماعی و سیاسی مهمی را برای مردم و حکومت‌ها به دنبال دارد. مطابق اعلامیه جهانی حقوق بشر و سایر اسناد بین‌المللی این حقوق ویژگی‌هایی همچون جهان شمول بودن، سلب ناشدنی، انتقال ناپذیری، تفکیک‌ناپذیری، عدم تبعیض و برابری طلبی، به هم پیوستگی و در هم تنیدگی را دارا است. از این رو به تمامی افراد در هر جایی از جهان تعلق دارد و هیچ‌کس را نمی‌توان به صرف منطقه جغرافیایی که در آن زیست می‌کند، از حقوق بشر محروم کرد ضمن اینکه همهٔ افراد فارغ از عواملی چون نژاد، ملیت، جنسیت موقف اجتماعی،  سیاسی، فرهنگی  و غیره در برخورداری از این حقوق با هم برابر و یکسانند و در این خصوص کسی را بر دیگری برتری نیست. این شامل حقوق طبیعی یا حقوق مدنی که در قوانین ملی و بین‌المللی موجودند می‌شود. دکترین و فعالین حقوق بشر، در فعالیت‌های بین‌المللی خود در زمینه حقوق بین‌الملل، نهادهای جهانی و منطقه‌ای، سیاست‌های دولتی و در فعالیت‌های سازمان‌های غیردولتی، اساس و شالودهٔ سیاست‌های عمومی و اختصاصی در این زمینه را بنا نهاده است. در واقع می‌توان گفت در صورتی که جامعهٔ جهانی در فضای صلح، با یک زبان مشترک اخلاقی، گفتگو و مباحثه کنند، این زبان مشترک اخلاقی، در واقع، حقوق بشر نامیده می‌شود. با این وجود هنوز امروزه دکترین حقوق بشر، نظریه‌هایشان را در این مورد با شک و تردید بیان می‌کنند و مباحثه آن‌ها بیشتر در زمینه محتوا، ماهیت و چگونگی توجیه حقوق بشر است. در واقع، پرسش بحث‌برانگیز همانا خود معنای حق یا حقوقی است که باید به رسمیت شناخته شود و این بحث در گفتمان‌های فیلسوفان همچنان ادامه دارد. 

منشور حقوق بشر کوروش کبیر که به عنوان «اولین منشور حقوق بشر» در جهان شناخته می‌شود، در پایه‌های شهر بابل قرار داده شده‌بود و اکنون در موزه بریتانیا نگاه‌داری می‌شود، قابل دقت است.پس از کشتار زیر نام جنگ جهانی دوم و  با تشکیل سازمان ملل متحد، آن سازمان نقش مهمی در زمینه حقوق بشر بین‌الملل ایفا کرده است. سازمان ملل با توسعه نهادهای حقوقی و زیرمجموعه‌ها، گفتمان‌های بین‌المللی بشردوستانه را توسعه داده است. فلسفه حقوق بشر، به بررسی مبانی اساسی مفهوم حقوق بشر می‌پردازد و محتوای آن را به نقد می‌کشد. رویکردهای نظری متعددی وجود دارد که قصد آن توضیح چرایی و چگونگی تبدیل حقوق بشر، به بخشی از انتظارات جامعه است. یکی از قدیمی‌ترین فلسفه‌های غرب در مورد حقوق بشر، حاصل اندیشه حقوق طبیعی است که از دلایل مختلف فلسفی یا دینی نشات گرفته است. دیگر نظریه در این زمینه، بر این اساس  است، که حقوق بشر، رفتار اخلاقی را در نظر دارد

ثورح ۱۳۵۷ سر آغاز فاجعه

کشور خدا داد افغانستان به حیث منطقه ی حائل برای دو امپراطور قرن ۱۹ و بیست تزاری روسیه و بریتانیا ی کبیر ایجاد شد. از زمان پیدایش این جغرافیا در این منطقه تضاد های استعماری گاه خاموش و گاهی هم آشکار در روابط بین المللی تبارز کرده است. رویکرد برگشتن سردار داوود خان در قبال روابط نزدیک با قصر کرملین ، دولت مردان  کرملین را وا داشت تا با یک کودتای نظامی باند خلق  و پرچم را در قدرت سیاسی وارد صحنه نماید 

از آغازین روز های حاکمیت دولت پوشالی، با شعار کشتار و در بند کردن رقبای سیاسی و ایدئولوژیک پرداخت و در چهارده سال قدرت شان افغانستان را تبدیل  به یک  ویرانه، تمام زیر ساخت های اقتصادی، فرهنگی و سیاسی را از بیخ و بن برباد کرد.

مردم مظلوم کشور را جوقه جوقه به کشتار گاه و روشن فکران و آگاهان سیاسی را به شکنجه گاه ها و پولیگون ها سوق دادند.

دولت افغانستان عضویت جامعه ی جهانی را پذیرفت و پایبند به تامین و رعایت تمام میثاق و کنوانسیون های بین المللی شد، که به آن ملحق گردیده بود.  یکی از آن میثاق ها و کنوانسیون های بین المللی رعایت و تامین حقوق بشری است.

در جریان چهارده سال حاکمیت باند خلق و پرچم؛ همه ساله این دولت به نقض حقوق بشری متهم دانسته شده است. 

با تحول و تغییر در ساختار سیاسی و نظامی کشور ، به تاریخ ۸ ثور تنظیم های جهادی حکومت را شکل می دهند. با ایجاد دولت اسلامی افغانستان شالوده های نظامی، سیاسی، فرهنگی، اقتصادی افغانستان از هم می پاشد و هر تنظیم  جهادی مناطق و محلاتی را با گروه های جهادی خویش قلمرو حاکمیت خود اعلام می کنند. جنگ و جهاد هر یک بر علیه دیگری اعلام می شود و کشور و مردم مظلوم را بخاک و خون می نشانند. تخریب تمام زیر بنا های نظامی، سیاسی، اقتصادی، فرهنگی و تاسیسات ملکی و دولتی از جانب تنظیم ها با حاکمیت های محلی شان نشانه از بربریت و تفکر قرون وسطایی شان است. حدود هفتاد پنج هزار مردم بیگناه و مظلوم کشور در جنگ و جهاد تنظیمی کشته شده اند. نقض حقوق بشری به شکل حاد و بی پیشینه در تمام نقاط کشور مشهود و مسلم است. 

نا امنی ها، جنگ ها و راه گیری ها مشکل اساسی برای ترانزیت کالا های پاکستانی برای کشور های آسیای میانه،  پروژه انتقال گاز و نفت از آسیای میانه به اروپا از طریق عبور از خاک افغانستان،  دولت های آمریکا،  بریتانیا،  پاکستان و اعراب را به آن 

 واداشت تا راه حل و  چاره ی پیدا کنند. آمریکا  و بریتانیا به حیث دولتهای تضمین کننده، عربستان سعودی با کمک های مالی و پاکستان هم با ایجاد ظرفیت های بشری برای پیشبرد آن پروژه های بزرگ مالی، سیاسی و اقتصادی گام های را برداشتند. با کمک های مالی و نظامی توانستند تعداد زیادی از گروه های جهادی در مسیر راه را یا بردارند و یا هم با پول بخرند. برای پیاده سازی پروژه های بزرگ مالی- اقتصادی،  افغانستان یکدست و زیر سیطره یک گروه خواست پاکستان و دیگر کشور های جهانی بود. در جریان پاک سازی طالبان با پشتیبانی پاکستان و اعراب و قدرت های بزرگ جهانی ، به کشتار ها، تخریب های تمام زیر ساخت ها اقتصادی و فرهنگی و گروه های قومی دست زدند و از هیچ تجاوز و خون ریزی آبا نورزیدند. در جریان حاکمیت به شدت قومی- دینی امارت اسلامی طالبان،  مردم زیان های بیشماری دیدند. کشتار گروه های قومی خاص در مزار شریف،  یکاولنگ، سوختاندن مزارع و تاکستانها ، نگهداشتن نصف از انسان ها در چهار دیواری خانه، بستن مکاتب، دانشگاه ها، عدم عرضه خدمات ابتدایی به مردم، خاموش کردن صدای مردم، نبود روزنامه و نشرات و بدار کشیدن رادیو و تلویزیون  و در ملا عام حتی استادیوم ورزشی کابل سنگسار و کشتار همه و همه حکایت از نقض حقوق بشر را دارد.

صلصال و شاهمامه در حدود قرن های سوم تا پنجم میلادی توسط دستان نادارترین ها تراشیده شد. این تندیسها در سازمان یونسکو مربوط سازمان ملل متحد بنام میراث های فرهنگی بشری ثبت است.
برای اولین بار اورنگزیب پس از حمله به خراسان و با هجوم به بامیان در سال ۱۶۸۹ م  با استفاده از آلات و ابزار دست داشته آنزمان،  پا های این تندیسها را تخریب کرد.
در سال ۱۸۹۲ امیر عبدالرحمن  پس از حمله به بامیان در کنار کشتار انسانها، چهره صلصال و شاهمامه را به فکر خام دینی اش ویران نمود.
به فتوای امیر المومنین ملا محمد عمر آخوند در ۱۱ مارچ ۲۰۰۱ به کمک مالی، معنوی پاکستانی ها، تخریب کامل این تندیسها صورت گرفت.
اورنگزیب،  امیر عبدالرحمن و امیر المومنین ملا عمر با خود نفرین بشریت را به گور بردند و لکه ننگ و تاریک را برای ابد در پیشانی دارند.”

با ایجاد حکومت عبوری که به اساس یک ترفند ناکام درشهر  بن کشور آلمان بود، یکبار دیگر زمینه برای نقض حقوق بشر مساعد شد.

 رژیم های افغانستان در مقاطع از تاریخ به پیمان ها، میثاق ها و کنوانسیون های بین المللی ملحق شده و ملزم به رعایت از آن ها بوده است. با استناد به موارد قانونی چون قانون اساسی افغانستان دولت ملزم به رعایت تمام نورم ها و قوانین قبول شده بین المللی می باشد.

: قرار آتی

 ۱.میثاق بین المللی حقوق اقتصادی،  اجتماعی  و فرهنگی دارای ۳۱ ماده . تاریخ تصویب م .م 

۱۶ دسامبر ۱۹۶۶

 الحاق افغانستان ۲۴ آپریل ۱۹۸۳

۲. میثاق بین المللی حقوق سیاسی و مدنی ۵۳ ماده

۱۶ دسامبر ۱۹۶۶ ملل متحد 

الحاق ۲۴ آپریل ۱۹۸۳

۳. کنوانسیون بین المللی رفع هر نوع تبعیض نژادی ۲۵ ماده در ۲۱ دسامبر ۱۹۶۵

الحاق ۵ آگوست ۱۹۸۳

۴. کنوانسیون بین المللی منع شکنجه در  ۳۳ ماده

۱۰ دسامبر ۱۹۸۴ ملل متحد 

الحاق ۲۶ آپریل ۱۹۸۷

۵. کنوانسیون بین المللی رفع هر نوع تبعیض علیه زنان در ۳۰ ماده 

۱۸ دسامبر ۱۹۷۹

الحاق ۵ مارچ ۲۰۰۳

۶. کنوانسیون بین المللی حقوق کودک در ۵۴ ماده

۲۶ جون ۱۹۸۷

الحاق ۲۷ آپریل ۱۹۹۴

۷. پروتکول اختیاری منع فروش کودک  در ۱۷ ماده 

۱۹ اکتبر ۲۰۰۲

الحاق ۱۹ اکتبر ۲۰۰۲

۸. پروتکول اختیاری منع شمولیت کودکان در برخورد های مسلحانه ۱۳ ماده

۲۴ سپتامبر ۲۰۰۳

الحاق ۲۴ سپتامبر ۲۰۰۳

۹.کنوانسیون امور پناهندگان  در ۴۶ ماده

تصویب ۱۹۹۵

الحاق و امضا ۲۰۰۵

۷. کنوانسیون امور پناهندگان در ۴۶ ماده

تصویب سال ۱۹۹۵

الحاق ۲۰۰۵

۸. پروتکول  اختیاری منع شمولیت کودکان در برخورد های مسلحانه در ۱۳ ماده

 ۲۴ سپتامبر ۲۰۰۳

الحاق ۲۴ سپتامبر ۲۰۰۳

۹. پروتکول اختیاری منع فروش کودک در ۱۷ ماده

۱۹ اکتبر ۲۰۰۲

الحاق ۱۹ اکتبر ۲۰۰۲

با در نظر داشت آنچه در بالا آمده است ، دولت افغانستان بر اساس امضا و تعهد در امر اجرایی آن میثاق ها و کنوانسیون ها، ملزم به رعایت آن هاست.

در جریان بیست سال حاکمیت به اصطلاح دموکرات و آزاد؛ تمامی نورم ها و اساسات زندگی انسانی چه از جانب حکومت کنندگان و چه ازجانب حامیان بین المللی شان نقض گردیده است.

آمریکا سرکرده ستمگران از امضای کنوانسیون جنایات جنگی و محاکمه شدن خود داری کرده است. دیگر دولتهای حامی جنگ و تجاوز هم چندان وقعی به دادگاه بین المللی لاهه  نمی دهند.

در چهل و دوسال حقوق بشر در افغانستان از جانب حاکمان، گروه های مافیائی جنگی  و جهادی و دولت های مهاجم نقض شده است. حق به دادگاه کشانیدن عاملین آنرا مردم ستم دیده و مظلوم کشور و قربانیان این خشونت ها دارند.

برای تحقق آن باید فریاد شد و جنایت کاران چهل و دو سال جنگ ، کشتار و تجاوز را باید به دادگاه کشاند.

نمی بخشیم و نه هم فراموش می کنیم. 

با درود های گرم

دیده بان دادخواهی مردم افغانستان  شعیب لعلی